د سولې بهیر به د خلکو له مرستې او همکارۍ پرته بې‌ګټې وي

روهی( څلورنۍ/۷ د کب )، د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند د افغانستان د خلکو د ملي حرکت د نوې جبهې له مشرتابه پلاوي سره وکتل. په دې لیدنه کې د سولې پر بهیر او اړوندو مسایلو بحث او خبرې وشوې.
 
هغه څرګند سوله د هېواد د ټولو وګړو اړتیا وبلله او زیاته یې کړه چې دا بهیر به د خلکو له مرستې او همکارۍ پرته بې‌ګټې وي. ده له ټولو خلکو وغوښتل چې له دغه هراړخیز بهیر سره همکاري وکړي.
 
همدارنګه د افغانستان د خلکو د ملي حرکت د نوې جبهې رئیس ډاکتر شاه‌محمود قریشي د تاوتریخوالي د پام وړ کموالي او خبرو د پیل پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې د افغانستان خلک له جګړې ستړي دي او یوې عزتمنې او تل‌پاتې سولې ته اړتیا لري.