د مصر پخوانی ولسمشر حسني مبارک ژوند (له زېږېدو تر مرګ)

زوکړه او کورنی ژوند: 
د مصر پخوانی ولسمشر محمدحسني السید مبارک چې تر ډېره د حسني مبارک په نوم يادېدو، په ۱۹۲۸ زکال د مې مياشتې په څلورمه نېټه د مصر په منوفیا ولايت کې زېږېدلی وو. نوموړي په ۲۹۵۹ کال کې د سوزان مبارك په نوم مصرۍ ميرمنې سره واده وکړ. حسني مبارک د     د علاء او جمال په نومونو دوه نارينه اولادونه لري. جمال يې د پلار په څېر سياست کې بوخت دی او علاء بيا مصر کې ملي سوداګر دی. 
 


زده کړې: 
حسني مبارک د ښوونځي دورې زده کړې په خپل کلي (کافر-المسله) بشپړې کړې وې. د ښوونځي دورې له زده کړو وروسته د مصر پوځي او ورپسې هوايي اکاډمۍ ته لاړ. دی په ۱۹۵۰ کال کې د مصر هوايي اکاډمۍ فارغ شو او د مصر په هوايي ځواک کې يې د پېلوټ دنده واخېستله. وروسته د مصر د وخت حکومت حسني مبارک د عملي پوځي زده کړو لپاره مسکو ته ولېږو او هلته يې د پېلوټۍ په برخه کې عملي زده کړې او تمرينونه وکړل.   

دندې: 
پيلوټ:
حسني مبارک تر ۱۹۵۹ کال پوري د مصر په هوايي ځواک کې  دنده تر سره کړه. دی په هوايي ځواک روزونکی پېلوټ وو. ۱۹۶۷ کال کې د مصر هوايي اکاډمۍ مشر وټاکل شو. ۱۹۶۷ کال کې د مصر او اسرائيلو ترمنځ شپږ ورځنۍ خونړۍ جګړه پېښه شوې وه. يادې جګړې کې د مصر هوايي ځواک بد ځپل شوی وو او حسني مبارک ته مسووليت وسپارل شو، چې د مصر هوايي ځواک له سره ورغوي. 

د پوځ لوی درستيز: ۱۹۷۳ ز کال کې  نوموړی د مصر د وسله وال پوځ لوی درستيز وټاکل شو. د خپل دغه ماموريت  موده کې  نوموړي د اسرائيلو پر وړاندې اغېزناکه جګړه وکړه او ويې کولی شول، چې سويز کانال له اسرائيلو ونېسي. 

مرستيال ولسمشر: ۱۹۷۵ کال کې د مصر د وخت ولسمشر انور سادات حسني مبارک خپل مرستيال وټاکلو. د مرستيال ولسمشر په توګه د حسني مبارک دنده تر ډېره له بهرنيو هېوادونو سره د مصر اړيکو او د مصر اسرائيلو د جګړې په اړه وه. نوموړي په خپلې دغه کاري مودې په لسګونه ځلې د سعودي عربستان، چين، امريکا متحدو ايالتو او عربي ټولنې هېوادونه سره ناستې او لېدنې تر سره کړې. 

ولسمشر: ۱۹۸۱ ز کال کې د مصر پر ولسمشر انور سادات د خالد اسلامبولي په نوم د یو مخالف پوځي، کسانو چې د سرتيرو په جامه کې وو بريد وکړ. دغه بريد کې انور سادات ووژل او حسني مبارک چې هلته يې شتون درلود ټپي شو. د انور سادات له مړينې وروسته حسني مبارک د مصر د څلورم ولسمشر په توګه واک په لاس کې واخېست. 
 


د حکومت کړنلاره: د حسني مبارک حکومت تر ډېره د پخواني ولسمشر انور سادات پر سياست روان وو. نوموړوي د انور سادات بهرنۍ پالېسۍ او همدا ډول له اسرائيلو سره له جګړې وروسته اړيکې او د مصر او امريکا متحدو ايالتو اړيکې مخته يوړې. نوموړي دا قسم کړی وو چې هېڅکله به له اسرائيلو لېدنه ونه کړي. د نوموړي د حکومت په دوره کې د مصري وګړو په منځ کې په لويه کې له اسرائيلو د کرکې او نفرت احساس خپور شوی وو. 

نوموړي د خپل حکومت په لومړيو کې د کورونو جوړولو پروژې، د جامو، درملو او فرنېچر تولېد بادندې تمرکز وکړ. 

د منځني خيتځ جګړې: 
د پر کويټ د عراق بريد:
هغه وخت چې صدام حسين پر کويټ يرغل وکړ، حسني مبارک له لومړيوو کسانو وو چې خپل مخالفت يې وښوود. مصر د سعودي عربستان او امريکا متحدو ايالتو په مشرۍ د صدام حسين ضد ټلوالې ملاتړ وکړ او د عراقي ځواکونو پر ضد يې ۴۵ زره مصري پوځيان جګړې ته ولېږل. 

پر عراق د امريکا بريد: ۲۰۰۳ کال کې د امريکا متحدو ايالتو پر عراق بريد وکړ. حسني مبارک د امريکا بريد وغندولو خو په ورته وخت کې يې هغه مهال له عراقه د امريکايي ځواکونو له ناڅاپي وتلو سره ه  مخالفت درلود او فکر کول چې ښايي د عراق وضعيت له دې هم ډېر خراب شي. 

کورنۍ ستونزې: 
۲۰۱۱ کال کې د حسني مبارک د حکومت پر وړاندې بغاتونه ډېر شول. د همدې کال په فيبرورۍ مياشت کې ولسمشر حسني مبارک اړ شو چې له واک ځان ګوښه او استعفا ورکړي. د نوموړي له استعفا وروسته واک د مصر پوځ ته وسپارل شو. له ۲۰۱۱ بیا تر ۲۰۱۳ د حسني مبارک څو ځلې محکمه شو. پر نوموړي د ملي خيانت، د لاريونونو پر مهال د ولسي کسانو او لارينونو کوونکو د وژل او د مصر اقتصاد ته د صربې رسولو تورنه وو. 

۳۰۱۳ محکمې نوموړی په درې کاله بند محکوم کړ او همدا ډول يې د دوه زامن او د هغه وخت حکومت شپږ لوړپوړي حکومتي کسان بنديان او په نغدي جريمه کړل. د محکمې د پرېکړې پر اساس نوموړی اړ وو چې ۱۶ مېلېونه امريکايي ډالر نغدي جريمه حکومت ته ورکړي او همدا ډول درې کاله په بند کې تېر کړي. حسني مبارک د مارچ مياشتې په ۲۴مه نېټه، ۲۰۱۷ کال کې له بند خوشی شو. 
 


مړينه: 
د نوموړي وروستي وختونه سخت تېر شوي. زندان کې يې شيبې له دردونو ډکې وې. د څو ځلې غورځېدلو له امله يې پښتۍ او د پښو هډوکي د زندان په تشنابونو کې مات شوي دي.  حسني مبارک پر مصر کابو له درېيو لسزيو واک وروسته تېره ورځ د د مريو سرطان ناروغۍ له امله د ۹۱ کالونو په عمر ومړ.