د ټاکنو معترضو نوماندانو ته د امريکا خبرداری: د موازي حکومت او بي ثباته کوونکو کړنو ډډه وکړئ

روهي (څلورنۍ/۷ د کب)، د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو معترضو نوماندانو ته خبرداری ورکړی دی چې د افغانستان اساسي قانون خلاف د موازي حکومتونو او نورو غېر قانوني چارو په کلکه ډډه وکړي. 

د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت تېره ورځ ناوخته دغه اعلاميه خپره کړې ده. په اعلاميه کې ويل شوي دي چې معترض نوماندان دي پرته له تاوتريخوالي خپل سياسي مخالفتونه په ارامه د خبرو له لارې حل کړي.

معترضو نوماندانو ته  ويل شوي دي چې هغه کړنې چې د قانون خلاف وي امريکا يې په کلکه مخالقت کوي او ورڅخه غوښتنه شوې ده چې تر سره يې نه کړي. 

دغه خبرپاڼه کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم مننه شوې ده، چې د ولسمشر په توګه يې د لوړې مراسمو د تر سره کولو نېټه ځنډولې ده. 

د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو د ځنډ په اړه له ارګه يوې سرچينې ازادۍ راډيو ته ويلي دي، چې د امريکا ياده غوښتنه رد شوې ده او د لوړې مراسم به په ټاکلي وخت تر سره شي.