ولسمشر غني ماليې وزارت ته لارښوونه کړې چې د کرونا ويروس سره د مبارزې په پار دې ۱۵ مېلېونه ډالر روغتيا وزارت ته ورکړي 

روهي (څلورنۍ/۷ د کب)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ کرونا ویروس سره د مقابلې او ددغه ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د تدابیرو نیولو په خاطر فوق العاده غونډه نن ماښام په ارګ کې جوړه شوه.

په پیل کې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب پر عامه پوهاوي د ټینګار پر مهال وویل، د یاد ویروس د پېښو د دقیقو شمېرو ترلاسه کولو لپاره کاري ګروپ جوړ شوی دی. هغه د لازمو اقداماتو پر تیاري او د عامې روغتیا وزارت او ټولو اړوندو ادارو پر محافظتي اقداماتو ټینګار وکړ.

وروسته د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز د کرونا ویروس د ګواښونو او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمدهارون چخانسوري، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزرات معینې ډاکټرې عالمې او د سوداګرۍ وزارت تجارتي معین او سرپرست عبدالکریم ملکیار د سیمې هیوادونو ته د تګ راتګ، وارداتو او صادراتو او ایران سره د همغږۍ په برخو کې د محافظتي اقداماتو په اړه معلومات ورکړل.

د عامې روغتیا وزیر وویل، موږ د واقعاتو د څارنې او پېژندنې، همغږۍ او بسیج، د پېښو د مدیریت، روغتیایي خدمتونو د ترویج، د ګواښونو مدیریت او اړتیا سنجولو په پنځو محورونو کې لازم چمتووالی لرو.

په دې غونډه کې څرګنده شوه، والیانوته لارښوونه شوی چې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي هراړخیزې برنامې جوړې او خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

جمهوررئیس غني د یادو خبرو له اورېدو وروسته اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په خاطر د سیمې او بین المللي سازمانونو په کچه همغږي رامنځته کړي.

جمهوررئیس غني مالیې وزارت ته لارښوونه وکړه چې د یاد ویروس د مخنیوي په خاطر ۱۵ میلیون ډالر د عامې روغتیا وزارت په واک کې ورکړي همدا راز دې ۱۰ میلیون ډالر د ریزرف په توګه هم یاد وزارت ته تخصیص کړي.

د هیواد جمهوررئیس د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په برخه کې پر ملي بسیج د ټینګار پر مهال وویل، کاري ډله موظفه ده چې د دغه ویروس د مخنیوي په موخه له خصوصي سکتور سره هوکړې ته ورسېږي او په همغږي ډول له دولت سره کار وکړي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، باید په ټولو ځمکنیو او هوايي بندرونو کې اسانتیاوې رامنځته او زیانمنې شوې سیمې وپېژندل شي او د ټولو تدابېرو تر څنګ دې د خوراکي او سون توکو زېرمو ته ځانګړې پاملرنه وشي.

جمهوررئیس غني د کرونا ویروس پر اطلاع رسونې ټینګار وکړ وې ویل، د ګڼې ګوڼې ځایونو، پوهنتونونو او ښوونځیو کې دې عامه پوهاوی وشي، د جمهوررئیس ویاند صدیق صدیقي دې د عامه پوهاوي پلان ترتیب کړي، همدارنګه دې پر تعقیبي میکانیزم کار وشي.

راپور (د ارګ فېسبوک پاڼه)