غزل

تــا په ما بانـــدي اکثــــر کــــــړی ګُـمان دی
چې زه څومره بد سړی یم بد مي شان دی

پــــــه یـــــوه لاره یـــې سم نه یــې جاهله
نـــــو بـــیا مه وایـــه زما کتــــاب قران دی

د دې دور محبـــــوبـــان چـــې کاذبــان وي
په دې دور کـــې ریښتیـــا ویل نقصــان دی

ستــــــا د مخ له ښـــکلاګانو نــــــه به ځمه
زه جنت ته دا یـــــــقین دا مي ایــــمان دی

بد خو بد دي، ښه هم بد دي ، هرڅه بد دي
په خوّرو ورو تیــــــــــارو کې مو ګزران دی

شـــــــعر ویل په شـــــــــان کفر ګڼي دلتـه
داسې کـــلی، داسې چم، داسې زمان دی

یـو سړی دی ته یې خوښ یې تا خوښيږي؟
یو ســــــــړی دی ښه انسان دی مهربان دی

د کــــــــــوم چا چې زه خوښېږمه دانشه
همــــــــاغه سړی په ما باندي هم ګران دی