سعودي عربستان: د ایران لپاره د جاسوسۍ په خاطر یو تن اعدام او ۷ تنه ملکي وګړي د جاسوسۍ په تور په بندیان کړل

روهي( څلورنۍ/۷ د کب )، سعودي عربستان: د ایران لپاره د جاسوسۍ په خاطر یو تن اعدام او ۷ تنه ملکي وګړي د جاسوسۍ په تور په بندیان کړل
د سعودي یوې محکمې یو تن په مرګ او اوه نور د ایران د جاسوسۍ او خیانت په تور په بند محکوم کړی دی.

د الجزیرې تلویزیون راپور ورکړی چې البخاریه تلویزیون ویلي چې هغه سعودي تبعه چې په مرګ محکوم شوی و " د ایران د جاسوسۍ په وړاندیز د سعودي عربستان سره خیانت کړی" 

هغه وویل چې "د سعودي عربستان اوه اتباع په مجموعي ډول په ۵۸ کلونو بند محکوم شوي او د ایران د سفارت له کارمندانو سره په همکارۍ او کار کولو تورن شوي دي.
د سعودي تلویزیون راپور د سعودي اتباعو یا ایراني سفارت په اړه جزئیات نه ورکوي.