د کرونا  له وېرې ترکمنستان له افغانستان سره خپله پوله وتړله

روهي(درې نۍ/۶ د کب)، د هرات ولایت د بهرنیو اړیکو مسول امین الله ازاداني امریکا غږ ته وویل چې ترکمنستان د هرات ولایت د تور غونډۍ بندر تړلی دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې تګ راتګ بند کړی دی.ښاغلي ازاداني وویل چې د ترکمنستان له چارواکو سره یې خبرې پیل کړي دي چې دا سرحد بېرته پرانیستل شي اوتګ راتګ هم عادي شي. تر دې دمه ترکمنستان په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي.
 
ترکمنستان هغه مهال دا اقدام وکړ چې په هرات کې د کروناویروس یوه مثبته پېښه ثبت شوه. د افغانستان د روغتیا وزارت سلاکار او ویاند وحیدالله مایار امریکا غږ ته وویل چې په هرات کې د کرونا اوه نورې مشکوکې پېښې هم ثبت شوي دي. په هرات کې بېړنی روغتیايي حالت اعلان شوی دی.
 
افغان حکومت وايي چې له ایران سره یې پر سرحد سیار طبي ټیمونه ګمارلي چې له ایران څخه افغانستان را روان خلک معاینه کړي او له معایناتو وروسته ورته د داخلېدو او نه داخلېدو اجازه ورکوي.