پخواني ولسمشر حامد کرزي له ولسمشر غني غوښتي چې د ملي يووالي حکومت ته دې ادامه ورکړي 

روهي (درې نۍ/۶ د کب)، د پخواني ولسمشر حامد کرزي نېږدې کسانو رسنيو ته ويلي دي چې نوموړي له افغان ولسمشر محمد اشرف غني غوښتي دي چې پر سولې دې تمرکز وکړي او د ملي يووالي حکومت ته دې ادامه ورکړي. 

د حامد کرزي مطبوعاتي مسؤل محمد یوسف سها په دې اړه  ازادي راډيو ته ويلي: "د حامد کرزي دریځ دا دی چې اوسنیو انتخاباتي جنجالونو ته په کتو ولسمشر غني دې په خپل ځای پاتې شي او د ملي یووالي حکومت ته دې دوام ورکړي او پر سولې دې تمرکز زیات شي."

تېره ورځ پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادي رهبر عبدالرب رسول سياف يو ځای په دوه جلا لېدنو کې له ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله سره د ولسمشريزو ټاکنو پر سر د راپورته شوي شخړې په اړه خبرې کړي.