میندې او پلرونه کولای شي چې خپل ټېک ټاک اکاونټ د خپل اولادونو له ټېک ټاک سره وصل کړي

روهي(درې نۍ/۶ د کب)و د ټېک ټاک ټولنیزې شبکې اعلان کړی چې په خپل اپلیکېشن کې د یو شمېر بدلونونو له لارې به میندو او پلرونو ته دا واک ورکړي چې پر ټېک ټاک د خپلو اولادونو فعالیت وڅاري، ټېک ټاک د قانون له مخې د خپلو کاروونکو لپاره د لږ تر لږه ۱۳ کاله عمر شرط ایښی دی.
 
میندې او پلرونه کولای شي چې خپلو ټېک ټاک اکاونټ د خپل اولادونو له ټېک ټاک سره وصل کړي. تازه شمېرې ښیي چې د برتانیا په څېر هېوادونو کې نیمایي لس کلن ماشومان زیرک تیلیفون کاروي. ټېک ټاک د دې عمر په ماشومانو کې ډېر مینه وال او کاروونکي لري، خو په ورته وخت کې د دوی د خوندیتوب په اړه اندېښنې هم شته.
 
کارپوهان وایي، له انټرنټ او ټولنیزو شبکو د ماشومانو په بشپړه توګه منع کول ښایي شونې نه وي، او ښه لاره دا ده چې میندې او پلرونه له اولادونو سره په ګډه دا شبکې وکاروي.