پر فېسبوک او ټوېټر امرالله صالح ته د سپکاوي کمېنټونو په جرم ۳۹  تنه لويې څارنوالۍ ته ور معرفي شول

روهي (درې نۍ/۶ د کب)، د افغانستان د زرغون بهير مشر او د ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح ته د سپکاوي او توهين په تور تر ۳۹ کسان لويې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي. 

ياد  کسان چې ځيني يې دولتي کارمندان؛ د ملي دفاع، کورنيو چارو او لوړو زده کړو وزارتونو او ځیني نورو دولتي ادارو کارکوونکي هم دي، پرې تور دی چې امرالله صالح ته يې پر فېسبوک او ټوټېر يې سپکاوی کړی دی. 

د لويې څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي ويلي چې دغه کسانو پسې يې رسمي جلبونه لېږلې دي ترڅو څارنوالۍ د سپناوي او وضاحت په پار ورشي. تر اوسه دوه کسان لويې څارنوالۍ ته ورغلي دي. 

امرالله صالح ويلي دي چې هېڅ کس يې د ښکنځلو، سپکاوي او بد - رد ويلي په تور څارنوالۍ ته نه دی معرفي کړی، بلکې دغه اقدام د افغانستان زرغون بهير د سياسي او حقوقي برخې اړوند او د دغه سازمان د غړو د شخصي حريم ساتنه ده. 

له دې څو ورځې وړاندې لويې څارنوالۍ منلې وه چې د افغانستان زرغون بهير له لورې ځيني  کسان د دوی ادارې ته معرفي شوي دي.