تر هر څه لومړی افغانستان

په دې ورځو کې ځینو ولایتونو کې خلک د ټاکنو د پایلود اعلان په غبرګون کې اعتراضونه کوي، اعتراضونه د هر چا مدني حق دی، څوک یې ترې اخیستلی نه شي، خو دې معترضینو منځ کې ځینې کسان شته چې هڅه کوي اعتراضونه په جنجال بدل او د بهرنیو پلان شوې پروژې پکې تطبیق کړي.

افغانان تر هر څه لومړی افغانستان ته ضرورت لري، که افغانستان وي، ټول افغانان شته او که افغانستان نه وي، بیا د هیچا دلته شپه نه کیږي.

نو د افغانستان ساتلو او نظام د دوام لپاره یووالي ته اړتیا ده، کله چې موږ سره متحد یو، نه شوروي، نه امریکا او نه بل هېواد توانیدلی شي چې زموږ سره مقابله وکړي او یا مو سره وپاشي.

تاسو ګورئ چې هر ځل لاریونونو او اعتراضونو کې یو جنجال او یوه ستونزه راولاړه شوې چې څنګه کیدلی شي چې سمتي، ژبني او مذهبي مسایل راپورته او افغانستان پکې اخته کړي.

ستاسو به یاد وي چې درې کاله وړاندې به کله په ځانګړي ډول شیعه مذهبي، کله تاجک او کله پښتانه په نښه کیدل، دا عام وګړي د دې لپاره په نښه کیدل چې قومي او مذهبي رنګ ورکړي او جنجال زیات شي.

له هرې چاودنه او عام وژنې وروسته به خواله رسنیو کې جعلي اکاونټونو باندې د پېښې مسوولیت پر یوې ډلې اچول کیده او بیا به مړ اور ته پوکي ورکول کیدل چې بل شي او زیات خپور شي.

سرپل او پنجشیر ولایت کې نوي اعتراضونه پيل شوي او د موازي حکومت د جوړولو هڅې کیږي، زه باور لرم چې په ټوله کې دا د ثبات او همپالنې ټیم کار نه دی، دا ځینې کړۍ دي چې غواړي ګډوډي رامنځ ته کړي او افغانانو ته اندیښنې پيدا کړي.

هره ستونزه چې راولاړیږي، د خبرو له لارې حل کیږي، افغانان د خبرو او جرګو خلک دي او ډير لوی لوی جنجالونه یې د جرګو له لارې هوار کړي او دښمن ته یې اجازه نه ده ورکړې چې هدف ته ورسیږي.

اوس ځینې هڅه کوي چې د تاوتریخوالي د کمیدو په دې اوونۍ کې بل ډول تاوتریخوالي ته لمن ووهي چې افغانانو باندې دا یوه اوونۍ هم په اندیښنو کې تېره شي.

افغانان باید د دښمن هرې توطیې ته متوجه وي، ځکه دښمن هر وخت په کمین کې ناست دی او له هرې ګډوډي اعظمي استفاده کوي.

د خلکو به دا زړه نه وي، یا به نه پوهیږي چې دا هر څه د څه لپاره کیږي، خو دښمن به ترې داسې ګټه اخیستي وي چې بیا به یې جبرانول کلونه وخت ونیسي.

د دښمن تر ټولو لوی ارمان دا دی چې افغانان څنګه سره وپاشي، څنګه یې د یو بل دښمنان وګرځوي، دا کار هغه وخت امکان لري چې ځینې پلورل شوي مشران خپل کشران ناسم لور ته د خپلو او بهرنیو ګټو لپاره مسیر ته برابر کړي.

افغانستان کې قومي، مذهبي او سمتي سوداګري ښه چلیږي، له همدې کبله اندیښنې زیاتې دي چې وضعیت خراب لوري ته لاړ نه شي، خو له نیکه مرغه افغان ځواکونه اوس د هر ډول بحران مدیریت کولو توان لري او هيڅ ځواک نشته چې پروړاندې یې ودریږي.