شیخ محمد بن زاید آل نهیان ولسمشر غني ته د بيا ځلې ولسمشر کېدو مبارکي ويلي

روهي (درې نۍ/۶ د کب)، د ولسمشرۍ ماڼۍ په خپرې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د د ابوظبۍ ولیعهد شیخ محمد بن زاید آل نهیان، جمهوررئیس غني ته په ټاکنو کې د بیا ځلې بریا مبارکي وویله.

خبرپاڼه کې لېکل شوي چې د ابوظبۍ ولیعهد او د متحده عربي اماراتو د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان مرستیال والاحضرت شیخ محمد بن زاید آل نهیان نن د ټلیفوني تماس له لارې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني ته د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د بیا ځلې بریا مبارکي وویله.

د ارګ د خبرپاڼې په حواله، په دغه ټلیفوني تماس کې دواړو لوریو د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ اړیکې د ورورۍ او دوستانه وبللې او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د ستراتېژیکو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

له دې وړاندې هندوستان، کويټ، اروپايي ټولنې، سرېلانکا او چين ولسمشر غني ته مبارکيانې ويلي او د همکارۍ ډاډ يې ورکړی وو.