روهي (درې نۍ/۶ د کب)، د کابل ښار برچي دښتې سيمه کې دوه ورونه د خپلو هم اطاقيانو يا د کوټي د ملګرو له خوا په چارو وژل شوي دي. دغه ورونه هادي او د دلاور نومېدل. دوی د پوهتون محصلان او د پي وي سي کار کې کولو.
د کابل پولیس د پېښې د تائيد ترڅنګ وايي چې هادي او دلاور ته يې کورنۍ دوه زره يورو لېږلې وې او د خپلو هم اطاق يانو له خوا د پيسو په پار وژل شوي دي.
کابل پولیسو ويلي دي چې په دې تور يې يو کس نېولی دی او بل تښتېدلی دی چې پوليسو ورپسې پلټنې پيل کړې دي.
کابل کې له تېرو څو مياشتو راهيسې د جنايي جرمونو بيلا بيلې پېښې تر سره کيږي؛ خلک شکايت کوي چې پوليس يې په کنټرول نه دي توانېدلي.
وروستي