روهي(درې نۍ/۶ د کب)، د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کې د تابعیت د جنجالي قانون پر ضد وروستیو احتجاجونو او تاوتریخوالي کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. د نوي ډیلي ځینو مسلمان مېشتو سیمو کې ځایي خلک له هغو سخت دریځه هندو لاریونانوالو سره نښتي چې د دې قانون ملاتړ کوي.
د دې قانون له مخې به هند د یو شمېر هېوادونو غیر مسلمانو وګړو ته طابعیت ورکوي، خو مخالفین یې وایي، دا په اصل کې د هندي مسلمانانو د ګوښه کولو یوه هڅه ده. خبریالان وایي، د دې وروستي تاوتریخوالي وخت د لومړي وزیر نرېندرا مودي لپاره د شرم لامل شوی، ځکه دی د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په کوربتوب بوخت دی.عیني شاهدان وایي، د پلازمېنې نوي ډيلي جعفر اباد او چاند باغ سیمې داسې ښکاري لکه د جګړې ډګر چې وي.
په سیمه کې ګڼ شمېر پولیس شته، خو بیا هم د قانون مخالفین او پلویان پر یو بل د کاڼو وارونه کوي.په سیمه کې ګڼ موټر هم سوځول شوي، او رپوټونه وایي یو شمېر ودانیو ته هم زیان اوښتی. خو په هند کې د مسلمانانو ترڅنګ د نورو مذهبونو ګڼ شمېر خلک هم د دې قانون پر ضد را پورته شوي.
وروستي