
روهي (درې نۍ/۶ د کب)، د ننګرهار ولایت په تورخم ښارګوټې کې د UNDP/Logo په مالي ملاتړ د ۳۴۵۲۶۶۰ افغانیو په مالي لګښت ۵۸۰ متره په اوږدوالي او اووه متره سور لرونکی سړک په کانګریټي ډول تر جوړیدو وروسته نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د تورخم ښاروال راحت ګل زیارمل وایي، یاد سړک د دوو میاشتو په موده کې د تورخم ښاریانو په لس سلنه ونډې اخیستو سره چې درې سوه پنخه څلوېښت زره افغانۍ کیږي، په اساسي ډول جوړ کړی دی.
یاد سړک چې د تورخم له عمومي سړک نه د ښاروالۍ تر نوې ودانۍ پورې غځیدلی،د ګټې اخیستو په مراسمو کې د تورخم ښاروال ، د مومندرې ولسوال او د مشورتي شورا غړو ګډون کړی وو.