روهي( درې نۍ/۶ د کب )، د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکي د جګړې له ښکېلو اړخونو اوربند غواړي.
هغوی وایي، اوربند د سولي کیلي ده او په سوله کي افغانانو عزت دی.
ارګونوالو د سولي ولسي حرکت له غړو سره د لاریون پر مهال غوښتنه وکړه چي د جګړې ښکېل اړخونه باید خپلي پرېکړي ماتي نه کړي.
هغوی پر ولس ږغ وکړ چي د کوچنیو جرګو له لاري په خپلو سیمو کي امن ته کار وکړي.
د سولي ولسي حرکت لومړی کاروان تر هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، روزګان، زابل، غزني او میدان وردګ خوست پکتيا وروسته پکتیکا ته رسېدلی.
همدا ډول دوهم کاروان، تر پروان، بغلان، کندز، سمنګان، تخار، بدخشان او بلخ ته رسېدلی دی.
وروستي