ښځې له حکومت د (جنين د غورځېدو يا سقط جنین) حق غواړي 

روهي (درې نۍ/۶ د کب)، د سويلي امريکا په ارجنټاين کې زرګونه ميرمنې له حکومت غواړي چې د جنین د غورځېدو حق دې ورکړي. سقط جنین يا د نه پيدا شوي اولاد غورځېدل ياد هېواد کې جرمي عمل دی. 

د ښځو د برخې مبارزه کوونکي کې وايي چې  ميرمنې بايد دا حق ولري چې د حمل تر ۱۴ اوونۍ نه پيدا شوی ماشوم ضايع کړي. د ارجنټاين هېواد مشرانو جرګې د د جنین سقط قانون تصويب نه کړ. 

ارجنټاينۍ ميرمنې وايي چې نوی ټاکل شوی ولسمشر بايد د دوی ملاتړ وکړي او ميرمنو ته دې اجاره ورکړي چې په خپله خوښه نه پيدا شوي اولادونه ضايع کړي. 

د ارجنټاين نوی ولسمشر  آلبرتو فرناندز  د جنين  د د سقط پرېکړه د  دغه هېواد کنګرس ته  لېږلې ده او هڅه کوي چې دغه چاره مشروع اعلان کړي. 

د نړۍ په ډېرۍ هېوادونو کې د نه پيدا شوي اولاد د غورځېدو يا د سقط جنين پرېکړه غېر قانوني عمل دی او جرم شمېرل کيږي.