غور کې هم د کورونا ويروس يو شکمنه پېښه ثبت شوه

روهي (درې نۍ/۶ د کب)، د هېواد له شمال لوېديځ غرو ولايت راپوره وايي چې په دغه ولايت کې د کرونا وژونکي ويروس يوه شکمنه پېښه بثت شوې ده. غور له هرات سره په ګاونډ کې پروت دی. 

د غور د عامې روغتيا رئيس جمعه ګل یعقوبي په دې اړه رسنيو ته ويلي دي چې د ايران له قم ښار څخه راغلی يو افغان چې تبه او ټوخی يې درلود، د کرونا ويروس شک پرې شوی او روغتون کې بستر شوی دی. 

هرات کې بيا د کرونا ويروس شکمنې اووه نورې پېښې هم ثبت شوې دي. هرات کې تېره ورځ د کرونا ويروس يوه پېښه مثبته ختلې ده. 

د هېواد عامې ورغتيا وزارت له خلکو غوښتي دي، چې د ګڼې - ګوڼې ځايونو ته له تګ، د ستړي مه شي پر مهال د لاس او مخ ورکول او نورو هغه چارو دې ډډه وکړي چې په ډله ييز ډول وي. 

ټوخۍ، پرنجېدل، تبه د کرونا ناروغۍ لومړۍ نښې ښودل شوې دي. له دغه ويروس ځان ساتنه کې بايد د ګڼې - ګوڼې له ځايونو لېرې اوسئ، ورځ کې څو څلې خپل لاسونه په صابن او اوبو پرېمېنځئ، پوز بند واغوندئ او له ډېرو ګرځېدو ډډه وکړئ.