بنګله دیش زېمبابوې ته ماتې ورکړه

روهی( درې نۍ/۶ د کب )، بنګله دیش په لومړی ټیسټ لوبه کې د زیمبابوې لوبډله له ماتې سره مخ کړه.په دغه سیالۍ کې ټاس زیمبابوې وګاټه او د توپ وهنې فیصله یې وکړه. زېمبابوې لوبډلې د بنګله دیشي تېزو بالرانو مقاومت ونه شو کړی او خپله ټوله لوبډله یې په ۲۶۵ منډو کې له لاسه ورکړه.

بنګله دیش لوبډلې په خپل لومړي اننګز کې د مشفیق الرحیم د ډبل سلېز پر مټ ۵۶۰ منډې جوړې کړې.په دغه سیالۍ کې د بینګله دیش لپاره په توپ وهنه کې مشفیق الرحیم، ۲۰۳،او مومن الحق ۱۳۲ منډې تر لاسه کړې.بنګله دیش یو ځل بیا زیمبابوې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه خو د مېلمه لوبډلې خپه له اول څخه خوښيدلې وه بیا یې هم دومره ښه اننګز ونکړ او په ۱۸۹ منډو کې بیا ال اوټ شول.

د بنګله دیش لپاره په توپ اچونه کې،نعیم حسن، پنځه او تاجول اسلام بیا په ۴ ویکټو اخیستلو کې بریالي شو.که څه هم د زیمبابوې مشر روزونکې لال چند راجپوټ،ویلي و چې په لومړۍ ټيسټ لوبه کې مونږ پوره چمتوالې لرو او وبه شو کولای چې بنګله دیش لوبډله په خپل کور کې له ماتې سره مخ کړو.