هرات کې د کرونا ويروس ۷ نورې شکمنې پېښې هم ثبت شوې 

روهي (درې نۍ/۶ د کب)، افغان چارواکي وايي چې هرات ولايت کې د کرونا ويروس ۷ نورې شکمنې پېښې هم ثبت شوې دي. په دې سره د کرونا ويروس د شمننو پېښو شمېر نهو ته ورسېد. 

هرات کې دوه ورځې وړاندې د کرونا يروس درې شکمنې پېښې  ثبت شوې وې چې له ډلې يې يوه مثبته  او دوه نورې منفي وې. په کرونا ويروس اخته کس له ايرانه هرات ته راغللی وو. 

د هېواد عامې روغتيا وزير فيرز الدين فيروز   هرات کې بيړنی روغتيايي وضعيت اعلان دی او له خلکو يې غوښتي دي چې له ډېر تګ - راتګ ډډه وکړي.