د کرونا وایروس د مخنیوي کاري کمېټې خپله لومړۍ ناسته وکړه

روهي( درې نۍ/۶ د کب )، د کرونا وایروس د مخنیوي کاري کمېټې خپله لومړۍ ناسته وکړه او د ایران د اسلامي جمهوریت سره یې د تګ راتګ او د اړوندو افغان وزارتونو د کارونو، بهتري امادګۍ او ښې همږغۍ په اړه بحث وکړ.

دا کاري کمېټه د ملي امنیت شورا په دفتر کي فوق العاده امنیتي غونډي د فیصلې پر اساس چي، د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره د اړوندو وزارتونو ترمنځ د ښې همږغۍ لپاره د امنیت شورا دفتر کي جوړه سوې وه ایجاد سوه او نن یې په خپله لومړۍ غونډه کي د هیوادوالو د سلامتۍ او د پولي په دواړو خواوو کي د منتظرو مسافرینو د اسانۍ لپاره لاندي پريکړي وکړې.
۱- د مسافرت لړۍ دي د روغتیا د نړیوال سازمان د صحي لارښوونو په نظر کي نیولو، د روغتیا وزارت د کنټرولي اقداماتو په تطبیق او د بهرنیو چارو وزرات سره په تفاهم مخته ولاړه شي.

۲- د عامي روغتیا وزارت دي د ایران سره په سرحد کي د کرونا د کنټرول او مخنیوي اقدامات وکړي، څو د پولي دواړو غاړو ته منتظرو مسافرینو ته د سفر اجازه ورکړه شي.
۳- ټول هغه مسافرین چي، له داسي ساحو افغانستان ته سفر کوي، چي په کې د کرونا وایروس زیات شمېر پېښي ثبت شوي او د روغتیا وزارت د مشخصاتو پر اساس د صحي قرنطین وړ وي، باید ژر تر ژره په ځانګړو سوو ساحو کي قرنطین سي. سرحدي او امنیتي پولیس مکلف دي، چي ددې فیصلې په تطبیق کي د روغتیا وزارت سره همکاري او همږغي وکړي.