امريکايي ډرون الوتکوپر شمالي وزيرستان بريد کړی

 امريکايي بې پيلوټه الوتکو د شمالي وزيرستان مرکز ميرانشاه ته څېرمه د دته خېلو په سيمه کې پر يوه مشکوک موټر او يوه کور د څلورو توغنديو بريد کړی ، چې له امله يې 5 تنه وژل شوي. د وژل شويو کسانو د هويت په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.