انورالحق احدي: د ډاکټر عبدالله عبدالله په نوي حکومت کې به د پښتنو ونډه پراخه وي 

روهي (درې نۍ/۶ د کب)، د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د قبات او همپالنې تاکنيز ټيم مخکښ غړي انورالحق احدي نن په کابل کې رسنيزه ناسته رابللې وه. 

انورالحق احدي په دې خبري ناسته کې ويلي دي چې ټاکنو کې هم په پراخه کچه پښتنو ډاکټر عبدالله ته رايه ورکړه او زمونږ په نوي حکومت به هم پښتنو ته پراخه ونډه ورکړو. 

احدي ويلي دي چې په دې کې هېڅ شک نشته چې زمونږ ټيم په پوره اکثريت سره رايې ګتلې دي او که څوګ بيا را سره رايې شمېر نو مونږ تيار يو. 

انورالحق احدي وايي چې زمونږ ټيم هېڅلکه داسې کار نه کوي چې د افغانستان د حکومت مرکزيت له منځه يوسي، خو د درغليو حکومت ورته د منلو وړ ده او سياسي عدالت به رامنځ ته کړي.