هغه ۷۷ کلنه لېکواله چې د خپلو کتابونو ۷۴ مېلېونه ټوک خرڅ کړي 

روهي (درې نۍ/۶ د کب)، ایزابل آلنده په فرانسه کې مېشته هغه د چيلې هېواد اصلي او امريکايۍ تابيعت لرونکې ميرمن ده چې تر اوسه يې په بيلا بيلو مسايلو ۲۴ کتابونه لېکلې دي. 

ایزابل آلنده وايي چې پر هغه مسايلو لېکنې کوي چې ورته په زړه پورې وي. نوموړې د خپلو ۲۴ کتابونو ۷۴ مېلېونه ټوک خرڅ کړې دي او خوښه دي چې خلک يې کتابونه ډېر لولي. 

ایزابل آلنده ۷۷ کاله عمر لري او تازه يې تېره اوونۍ هم په فرانسه کې د يوې بلې لېکوالۍ سره د وروستۍ خپلواکي په نوم کتاب  چاپ شو. 
دغه لېکواله تر ډېره د د کډوالۍ او اقتصادي مسايلو  کتابونه ليکلي.