پاکستانۍ عېسوۍ (اسيا بي بي) د فرانسې له حکومت د سياسي پناه غوښتنه کړې 

روهي (درې نۍ/۶ د کب)، د پاکستان تابيعت لرونکې عېسوی شوې اسيا بي بي نومي ميرمنې چې د اسلام دين په اړه يې د سپکاوي څرګندونې کړې وې او پاکستان کې د اعدام په سزا محکومه شوې وه، د فرانسې له حکومت د سياسي پاناه غوښتنه کړې ده. 

نوموړې رسنيو ته ويلي دي، زما ستر ارمان دا دی چې  د فرانسې  حکومت سياسي پناه راکړي. نوموړې په ۲۰۱۸ کال کې له خپلې کورنۍ سره يو ځای له پاکستانه کاناډا ته تللې ده. 

نوموړې د فرانسې له حکومت هيله کړې ده چې د فرانسې له ولسمشر امانويل مکرون سره لېدنه ورته برابره کړي ترڅو خپل غږ ورته ورسوي. 

نوموړې تېره مياشت فرانسه کې د وروستۍ خپلواکۍ په نوم کتاب هم نشر کړی دی چې پاکستان کې د خپل زنداني ژوند خاطرې يې په کې لېکلې دي.