ننګرهار او لغمان کې د کوچیانو نږدې ۷۷ زره څاروي واکسین شوي دي

روهی( درې نۍ/۶ د کب )، د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې، د ننګرهار او لغمان ولایتونو د مالدارو کوچیانو د مالونو خوندي کولو په پار د دوی څارویو ته د لیونتوب پر وړاندې د خوندیتوب واکسین ورکړل شوي دي.

د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې کوچیانو څارویو ته د انتیروتوکسیمیا یا لیونتوب ناروغۍ پر وړاندی د واکسین ورکړې پروګرام نږدې دوه میاشتې وړاندې پیل شوې وه، چې رسماً پای ته ورسېد.
د یاد کمپاین په لړ کې د ننګرهار ولایت په لسو او د لغمان ولایت په درېووولسوالیو کې د کوچې مالدارانو ۷۶ او ۲۵۰ راسه میږې او وزې واکسین شوي، چې د یادې وژونکي ناروغۍ پر وړاندې معافیت حاصل کړي.

کوچیان د کرنې وزارت له یادې هڅې ستاینه وکړه او غوښتنه یې وکړه، چې د لیونتوب ناروغۍ تر څنګ باید د نورو ناروغیو لکه طبق ، ټک ، لوی ، کوی او ځګي پر وړاندې د واکسین پروګرام هم پلي شي.

باید وویل شي چې، له ناروغیو سره د مبارزې په موخه د یاد پروګرام په پلي کېدو سره له یوې خوا د څارویو په منځ کې د وژونکو ناروغیو د خپراوي مخه نیول کیږي او له بلې خوا د څارویو په منځ کې د تولید کچه هم لوړیږي.