پاکستانۍ اداکاره (سارا خان) پاکستان کې ښځې له سړيو ډېر حقوق او واک لري 

روهي (درې نۍ/۶ د کب)، د سارا خان په نوم د پاکستان يوه اداکاره وايي چې پاکستان کې د سړيو په پرتله ميرمنې او نجونې له ډېرو حقونو برخمنې دي. سارا خان خان وايي چې اړتيا نشته د ښځو حقونو برخه کې مبارزه وشي. 

نوموړې د هغه پوښتنې په ځواب کې چې آيا تاسې د ښځو حقونو ملاتړې يا feminist ياستی نوموړې منفي ځواب ورکړی او ويلي دي چې  هر کله ښځې له غوره حقونو برخمنې  وي نو بيا اړتيا نشته چې د feminist په نوم مبارزې وکړو. 

سارا خان پر خپل انسټګرام هم لېکلي دي چې هر کله ميرمنې له سړيو ډېر حقوق ولري نو بيا څه اړتيا ده چې د مساواتو او برابرۍ په نوم مبارزه او جګړه وکړو؟