.jpg)
روهی( درې نۍ/۶ د کب )، رویټرز خبري آژانس د امریکايي سرچینو له قوله لیکلي، واشنګټن له ولسمشر محمد اشرف غني غوښتي، چې خپل د لوړې مراسم وځنډوي؛ خو ځینو سرچینو له قوله بیا ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا دا غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې د لوړې مراسم به د پنجشنبې په ورځ ترسره کوي.
د سرچینو په وینا، ولسمشر غني بیا امریکا ته ویلي چې یو واحد حکومت کولی شي د طالبانو سره خبرې پر مخ یوسي ځکه دا حکومت د خلکو په رایو منځته راغلی دی.
داسې مالومېږي چې امریکا د بایلونکو ټیمونو نظر ته کتلي چې یو ګډ حکومت دې جوړ شي.
بله خوا، د ولسمشر غني د لوړې مراسمو لپاره ټول ترتیبات نیول شوي دي او ګڼ شمېر خلکو ته بلنه هم ورکړل شوې.