روېټرز خبري اژانس: امريکا له ولسمشر غني غوښتي چې د لوړې مراسم وځنډوي 

روهي (درې نۍ/۶ د کب)، روېټرز خبري اژانس ته يو شمېر امريکايي سرچينو ويلي دي چې د امريکا متحدو ايالتو حکومت له افغان ولسمشر محمد اشرف غني غوښتي دي چې تر يو وخت د نوي ولسمشر په توګه د ولوړې تر سره کولو مراسم وځنډوي. 

دغه سرچينې خپل هويت پټ ساتلی دی او ويلي دي چې د امريکا حکومت اندېمښن دی چې  د نوي حکومت اعلان او لوړه به يې د افغانستان د سولې پر بهير منفي اغېز وکړي. 

دغه سرچينه وايي چې د افغان سولې لپاره د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد دغه غوښتنه له ولسمشر غني کړې او همدا ډول يې له عبدالله عبدالله غوښتي دي چې د سياسي کړکېچ له جوړېدو لاس په سر شي. 

تر اوسه د امريکا حکومت د افغان ولسمشريزو ټاکنو د پايلو د اعلان په اړه غبرګون نه دی ښوودلی. زلمي خليلزاد له تېرې يوې اوونۍ د افغان سولې او ولسمشريزو ټاکنو په اړه له افغان سياسي څېرو سره ناستې تر سره کوي.