
دا ډېر پیچلې او مرموز ولسمشر دی دشک پر ناروغۍ او لیونتوب اخته دی ددسیسو او چلوټو پر اوازو ډېر ژر باور کوي ، دخپل شوق دپوره کولو په موخه پر هیڅ څه اړ نه دی له ډارونې ، هڅونې ، کار اخلي ځینې کړه وړه ېې کټ مټ لکه دقاچاقبرانو او غلو دي . دا دافغانستان دواکمن حامد کرزي په اړه دویکلیکس ارزونه ده او په کابل کې دامریکا دسفارت دمعلوماتو پر مټ رامنځته شوې ده .
دویکلیکس دا لاسوندونه دبهرنیو ډیپلوماتانو او دکرزي دحکومت دخپلو مامورینو له څرګندونو چمتو شوې دي ځینو افغانانو خو په کابل کې دامریکا په سفارت کې له امریکايي چارواکو سره دخپل ولسمشر په اړه خپلې اندېښنې او رازونه شریک کړې دي .
تېر کال سفیر کارل ایکنبري دامریکا بهرنیو چارو وزارت ته په یوه ټیلګرام کې کښلې و : کرزی کمزوری دی د دولت جوړونې پر ابجدیاتو هم نه پوهیږي دده ستره ستونزه داده نوموړی داسې انګیري ، چې امنیت نشته .
سفیر زیاتوي : کرزی به له خپل دې عادته لاس وانخلي ، چې تل ېې په افغانستان کې دستونزو پړه پر متحده ایالاتو اچولې ده دا مهال نو کرزی دخپلو نیمګړتیاوو په اړه هیڅ نه وايي .
ایکنبري په دې تیلګرام کې زیاتوي : کرزی دوه شخصیته لري لومړی : نوموړی داسې انګیري ، چې ډېر کمزوری دی او دملت جوړونې پر لارو چارو ېې سر نه خلاصیږي تل ناارامه وي او سوچ کوي ،چې نور ېې هیڅ له لاسه نه کیږي ځکه دنړیوالې ټولنې پاملرنه او مرسته نور ه دتېر خبره ده .
بل شخصیت ېې دادی ،چې کرزی داسې اټکل کوي چې زه خو یو ملي اتل یم او دا مې له وسه پوره ده ،چې دا هېواد له ویش او ستونزو ژغورلای شم او دې ویش په برخه کې دپړې ګوته عبدالله عبدالله ته نیسي .
دفاع وزیر رابرټ ګېټس ته ،چې په 2008 ز کې کوم لاسوند کښل شوې و په هغه کې راغلې و : کرزی کمزوری دی په خپلې مشرتابه کې ېې دنیمګړتیاوو له منځه وړلو برخه کې ونه ځلیده خپلو مامورینو ته د دندو او مسوولیتونو په سپارنه کې پریکنده پریکړې او باور ته ډېره اړتیا لري نو پایله ېې داده ،چې مامورین ېې ورسره د زړه له کومي کار نشي کولای ځکه ،چې کرزی تل زړه نازړه وي او پر هیچا باور نه کوي .
سفیر ایکنبري له کرزي سره له لیدنې وروسته په خپلو یادښتونو کې کښلې دي : کرزی وايي : امریکا هڅه کوي ،چې له ترهګرۍ سره په جګړه کې پاکستان وویشي او افغانستان ډېر کمزوری کړي . کرزي په امریکا او ایران تور ولګاوه ،چې په ټاکنو کې دده له سیال ډاکتر عبدالله عبدالله ملاتړ کوي او مرسته ورسره کوي .
کرزی دسیاستوال له انده :
یو شمېر ولسمشران هم د کرزي په اړه ورته نظر لري د قزاقستان دولسمشر نور سلطان نظربایوف له انده ، چې دجنرال ډیویډ پټریوس سره ېې د ولسمشر کرزی په اړه خبرې کولې داسې ویلې و : کرزی کمزوری ولسمشر دی ،غوره ده ،چې په واک کې پاتې وي .
په 2008 ز کې دانګلستان اوسني لومړي وزیر ډیويډ کامیرون امریکايي سناتور جون ماکین ته ویلې و : زه هر کال داسې انګیرم ،چې دکرزي اغیز او نفوذ راکمیږي .
کرزی ډېره هڅه وکړه ،چې امریکایانو او انګریزانو ته دنږدې ګلاب منګل پر ځای شیرمحمد اخوندزاده دهلمند دوالي په توګه وټاکي ، خو انګریزانو ېې مخه نیوله دکرزی له ټینګار سره دانګلستان لومړی وزیر کامیرون اړ شو ،چې کرزي ته ووايي : اخوندزاده په فساد او قاچاق کې ښکیل دی او تاریخ ېې تور دی دوالي په توګه دده په ټاکنه کې دکرزي سلاکارانو نوموړی تېر ایستلې دی .
کرزي داخوندزاده په ټاکنه کې له ټینګار کار اخسته او له امریکایانو سره ېې جنجال راپورته شو دا مهال نو کرزي ورته وویل : دا غوره ده ،چې یو بد سړی ستا تر خوا وي نه دا ،چې ستا ددښمنانو تر څنګ وي ، خو سفارت په خپله شننه کې دا کښلې و : دکرزي موخه داوه ،چې په ټاکنو کې دعلي زیو دقبیلې راېې راخپلې کړي او بس .