د هېواد ماليې وزارت په درېيو برخو وېشل کيږي 

روهي (درې نۍ/۶ د کب)، ماليې وزارت کې يو شمېر سرچينو رسنيو ته ويلي دي، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا پر يوې طرحې کار کيږي چې په پايله کې به يې د هېواد ماليې وزارت په درېيو بيلا بيلو دولتي ادارو ووېشل شي. 

د سرچينو په ويڼا چې ولسمشر غني له ځيني بنسټونو او خلکو سره مشورې کوي چې  په پايله کې به يې ماليې وزارت بنسټزې بدلون رامنځ ته شي. 

د دغه بنسټيز بدلون پر اساس به ماليې وزارت د عوايد او ګمرک ادارې، خزانې او ماليي ادارې په درېيو برخو تقسيم شي. 

د ماليې وزارت وياند شمروزخان مسجدي هم د دغه خبر تائيد کوي، او زياتوي چې د ولسمشر له خوا د بنسټيزې او ساختاري بدلون طرحه شتون لري خو چې څه ډول دغه طرحه پلې کيږي تر اوسه مالومه نه ده. 

ولسمشرۍ ماڼۍ له دې وړاندې د اوبو او برېښنا وزارت هم په برخو او بيلا بيلو ادارو وېشلی وو.