چين د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د نوي حکومت ملاتړ کړی او د همکارۍ  ډاډ يې ورکړی 

روهي (درې نۍ/۶ د کب)، د چين بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې ويل شوي دي چې حکومت يې د افغانستان ټاکنو کمېسيون له خوا اعلان شوي حکومت څخه ملاتړ او ورسره  همکاري کوي. 

دغه اعلاميه کې ويل شوي دي چې افغانستان د چين يو ګاونډ او ملګری هېواد دی او چين تيار دی چې د افغانستان راتلونکي متنخب حکومت سره همکاري وکړي. 

د چين حکومت له خوا په دې خپرې شوې اعلاميې کې د امريکايانو او افغان طالبانو ترمنځ د سولې خبرو او تاوتريخوالي د کمښت هرکلی هم شوی دی. 

له دې وړاندې هندوستان، کويټ، سرېلانکا، اروپايي ټولنې او د امريکا مشرانو جرګې ځيني غړو ټاکنو کې ولسمشر غني ته تبريکې ويلي او د همکارۍ ډاډ يې ورکړی وو.