روهي (دوه نۍ/۵ د کب)، په ټولنيزو رسنيو خپره شوې وېډيو د پنجشير ولايتي شورا غړو ته اړوند بلل کيږي، په کې ويل شوي دي چې د ټاکنو اعلان شوې پايلو ملاتړ کوي.
دغه ويډيو کې د پنجشير ولايتي شورا غړي وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له خوا د تلې مياشتې د شپږمې نېټې د ولسمشريزو ټاکنو د پايلو له اعلان ملاتړ کوي او د مرکزي حکومت د لارښوونو لاندې چارې تر سره کوي.
دغه ويډيو کې ويل شوي دي چې کمال الدين نظامي نومي پخواني والي چې له قانون او مرکزي حکومت يې بغاوت کړی وو په پنجشير ولايت کې يې له دې وروسته حکم نه منل کيږي او بې قانونه بلل شوی دی.
دغه پرېکړه کې ويل شوي دي چې د همدې اوونۍ له پيل د کمال الدين نظامي دنده مشروعيت نه لري او هېڅ ولايتي اداره به يې حکمونه نه مني.
ولايتي شورا ويلي دي چې د پنجشير ولايتي او په دغه ولايت کې د سيمه ييزو ارګانونو ادارې ولايتي دفتر به د نوي والي تر ټاکلو کېدو له مرکزي حکومت سره په همغږۍ خپل چارې وړاندې وړي.
د خپرې شوې ويډيو لېنک
https://www.facebook.com/asadziar/videos/10213283619805251/
وروستي