په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې د افغان قواو پر مرکز برید

روهي(درې نۍ/۵ د کب)، دا دوهمه ورځ ده چې په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې وسله وال پر افغان نظاميانو بریدونه کوي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمي اونۍ دوام لري، د کندهار سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د افغان قواو پر مرکزونو وسله والو برید کړی.
 
د شاه ولیکوټ ولسوالۍ امنیه قومندان سمونوال پاچا اشنا رادیو ته وويل، دواړو لورو په جګړه کې له درنو وسلو څخه هم کار اخیستی خو د سر د اوښتي زیان په اړه لاهم معلومات ندي تر لاسه شوي. دا بریدونه په داسې حال کې شوي، چې د شنبې په ورځ د وسله والو طالبانو لخوا د تاوتریخوالي کمولو اونۍ پیل شوې ده.
 
جګړه د ولسوالۍ په ماڼو سیمه کې د پوليسو او ملي پوځ پر مرکزونو پر یوه وخت پيل شوې ده او لاهم دوام لريجګړه د ولسوالۍ په ماڼو سیمه کې د پوليسو او ملي پوځ پر مرکزونو پر یوه وخت پيل شوې ده.