هلمند کې د جوارو حاصلات  ۱۶،۵سلنه  ډېر شوي

روهي(درې نۍ/۵ د کب)، زلمي الکو  وویل چې سږ کال په هلمند ولایت کې پر ۳۸زره هکتاره ځمکه باندې د کرل شوو جوارو څخه ۱۹۰زره ټنه جوار راټول شوي دي. هغه وویل چې په تېر ۱۳۹۷کال کې په هلمند کې د کرل شوو کښتونو څخه ۱۸۰۸۴۶ټنه جوار راټول شوي و.
 
وموړي روان کال د حاصلاتو د زیاتې کچې لاملونه پریمانه اوبه، د اصلاح شوي تخمونو وېشل، جوارو کرکېلي ته د بزګرانو لېوالتیا او په دې برخه کې د بزګرانو روزل یاد کړل. هلمند د بېلابېلو کرنیزو توکو د کرکېلي لپاره مناسبه هوا لري تر ډېره غنم، جوار، لوبیا او نور ډول ډول کرنیز توکي کرل کیږي .
 
هغه د هلمند په مرکز او ولسوالیو کې بزګرانو ته د نباتي ناروغیو د مخنیوي لارې چارې ښودل او د کیمیاوي سرو او اصلاح شویو تخمونو وېشل نور هغه لاملونه یاد کړل چې ورسره د جوارو حاصلات زیات شوي دي.