معترضو نوماندانو او بغاوت کوونکو ته  د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ګډ خبرداری 


روهي (دوه نۍ/۵ د کب)، د هېواد ملي امنيټ ځواکونو هغه کسانو ته چې د ولسمشريزو ټاکنو پايلو سره مخالفت ښيي او اعتراضونه کوي، خبرداری ورکړی او پولې يې ورته ټاکلې دي. 

د کورنيو  چارو وزارت پخ نشر شوې خبرپانه کې ليکل شوي دي،  "د افغانستان اسلامي جمهوریت د نافذه قوانینو پر بنسټ پر دولتي تأسیساتو برید، غصب او تخریب یې او همدارنګه د دولتي بنسټونو په کاري چارو کې خنډ رامنځته کول ملي خیانت او جرم بلل کېږي.

امنیتي او دفاعي ځواکونه مؤظف شوي چې د دا ډول فعالیتونو مخه ونیسي او همداراز معترضینو ته ابلاغ کوي، چې د دولتي بنسټونو د غصب او تخریب هڅه ونه کړي؛ که نه د سرغړونې په صورت کې به له جدي قانوني چلند سره مخ شي.

معترضې ټاکنیزې ډلې دې د اعتراضیه حرکتونو پر مهال لاندې ټکي په جدي توګه په پام کې ونیسي:
• لاریون کوونکي دې د قانون په رڼا کې غونډې وکړي
• د وسلو ګرځونه چې د عامه امن او نظم د اخلال لامل کېږي، په جدي توګه ډډه وکړي
• عامه تأسیساتو ته دې پاملرنه او له تخریب څخه یې ډډه وکړي
• دولتي ودانیو ته دې د زیان رسولو اقدام نه کوي

له ټولو معترضو ټاکنیزو ډلو هم غوښتنه کېږي څو د اعتراضيه لاریونونو پر مهال د هېواد د نافذه قوانینو په اساس عمل وکړي او د خلکو عامه شتمنیو، عام المنفعه تأسیساتو، عزت او حیثیت ته زیان ونه رسوي.

لاریون کوونکي دې د لاریون تر پیل وړاندې د خپلو لاریونونو وخت او ځای له امنیتي ځواکونو سره مشخص او شریک کړي او عامه نظم دې رعایت کړي.

په پای کې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه ځان د هېوادوالو د مال او ځان په ساتنه مکلف ګڼي او خپلو درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې هېڅ مُخلې ډلې ته به د دې اجازه ورنه کړي، چې د دوی د ارامۍ فضا له منځه یوسي." 

دا اعلاميه په داسې وخت کې خپريږي چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې د هېواد په ځينو ولايتونو کې واليان معرفي کړي دي او هڅې يې کړې چې په زور حکومتي ودانيو ته دننه شي.