د پاکستان په لوی ښار لاهور رایونډ په جومات کې د چاودنې ۱۱ کسان ووژل 

روهی( دوه نۍ/۵ د کب )، د پاکستان ستر ښار لاهور رایونډ جومات کې د ګازو ډبې چاودلې د جومات د امام په ګډون  ۱۱ کسان سوځولي او یاد شوی جومات هم په پوره ډول وران شوی دی.

رویونډ روهي نالا بای پاس ته څېرمه په ګلبرګ ټاون کې موقعیت لري.،د یکشنبې په سهار، لمونځ کونکي او زده کونکي جومات ته ورسیدل. د چاودنې څخه وروسته په جومات کې سختې چغې هم وې.

امام جاوید او آکاش سخته سوځیدلي دي په نورو تلفاتو کې علي حمزه ، عمیر ، کاشف، سلیمان، سلیم، نعمان، قدیر خان، شفیع الله او مهیما شامل دي. درې جدي ټپیان د جناح روغتون لاهور ته او نور ۸ تنه د تحصیل مرکزي دفتر روغتون ته وړل شوي دي.