هند کې د سرو زرو ښار

روهي(درې نۍ/۵ د کب)، د هند د تر ټولو لوی ایالت اوترپردېش په سون بدر ولسوالۍ کې د سلګونه ټنه د سرو زرو د یوې زېرمې څرک لګېدلی دی. اوس د اوترپردېش ایالتي حکومت د کېدنې په موخه دا ځمکه خرڅلاو ته وړاندې کړې. د کانونو ادارې يې ویلي، ژر به د طلا یا سرو زرو د رایستلو لپاره هلته کېندنې پېل شي.
 

د لرغونو اثارو ادارې،پروفېسر اپادیای وايي، په دغو سيمو کې اوسپنه ډېره زیاته ده او د ګنګا سيند شاوخوا د ښارونو جوړېدل او ډېرېدل هم له همدې کبله وو.

 

ښاغلی اپادیای وايي، د لرغونو اثارو ادارې په دې سيمه کې ډېرې ژورې کېندنې کړې وې خو څومره سره زر چې په لاس ورغلي وو، هغه له اقتصادي پلوه ګټور نه وو. مانا دا چې خوارۍ او لګښت دومره ډېر پرې شوی و چې تر لاسه شوې طلا نشو پوره کولی. د ده په خبره، همدا لامل و چې دوی کار بس کړی و.