په چین کې هغه  ویډیو چې ګڼ منفي غبرګونونه یې راپارولي

روهي(درې نۍ/۵ د کب)، په چین کې کورونا ویروس له ۲۲۰۰ زیات کسان وژلي چې ډېری قربانیان د دې هېواد د هوبي ولایت په ووهان ښار کې دي. په چین کې هغې ویډیو ګڼ منفي غبرګونونه پارولي چې پکې یوه مېندواره روغتیا پاله ددې هېواد د ووهان ښار په یوه روغتون کې د ناورغانو درملنه کوي.
 
دا ویډیو چې د دولتي رسنۍ "سي سي ټي وي" له لوري خپره شوې، د خپرولو هدف یې د ۹ میاشتو بارداره مېرمنې اتله ښودل بلل شوي. نوموړې لیدل کیږي چې یو ناروغ معاینه کوي او وروسته بیا د تبې ډیپارټمنت ته لېږل کیږي. ناروغ دغې نرسې ته وايي چې په داسې حالت کې چې میندواره ده باید کار ونه کړي ځکه دا ورته خطر پېښوي.
 
خو برعکس د خواله رسنیو کاروونکو پردې سخته نیوکه کړې چې څنګه یوه میندواره مېرمن چې خپله له سخت حالت سره مخ ده، په داسې سختو شرایطو کې د کار لپاره ګمارل شوې.په ویډیو کې دغه روغتیا پاله مني چې کورنۍ یې د دې پر کار نیوکه کړې چې باید ویې نه کړي، خو وایي د کورونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې خپل مسولیت ترسره کوي.خو ویډيو چې د دې اتلولي یې نندارې ته وړاندې کوله منفي غبرګون پارولی او برعکس خلکو ترې بله معنی اخیستې او پرې غصه شوي دي.