اووه دولتي کارمندان چې فېسبوک کې يې امرالله صالح ته د سپکاوي کمېنټونه کړي وو، لويې څارنوالۍ ته معرفي شول 

روهي (دوه نۍ/۵ د کب)، لويې څارنوالي تائيدوي  چې اووه دولتي کا رمندان چې د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال يې د ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح ته پر فېسبوک د سپکاوي ډک څرګندون يا کمېنټونه کړي وو، دغه ادارې ته معرفي شوي دي. 

لويې څارنوالۍ رسنيو ته ويلي دي چې د اقتصاد، مالیې، دفاع، لوړو زدکړو، کورنیو چارو وزارتونو، برېښنا شرکت او يوې بلې دولتي ادارې يو کارمند پر ټولنېزې رسنۍ د سپکاوي او توهين په تور څارنوالۍ ته معرفي شوي دي. 

د لويې څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي، "د دوی موضوع د لویې څارنوالۍ د څېړنو لاندې ده،ځکه چې د افغانستان د جزا کود کې یو له هغو موارد چې جرم ګڼل کېږي، توهین او سپکاوی دی، نو ځکه څارنوالۍ دا خلک جلب کړي او هر کله چې هغوی حاضر شي څېړنې به ترسره شي او د څېړنو وروستي جزئیات به هم شریک شي."

د مبارز نورزي په نوم يو کس چې امر الله صالح ته په سپکاوي تورن دی ازادۍ راډيو ته ويلي دي، "د امرالله صالح په یو پوسټ مې تبصره کړې وه، اوس یې د هماغې تبصرې په تړاو لویې څارنوالۍ ته معرفي کړی یم، ښاغلي صالح لیکلي و چې د جمعې ورځې پلی تګ او پښتونستان واټ پورې تلل د روغتیا لپاره ګټور دي، ما تبصره کړې وه چې مخکي له دې ولسمشر غني ته څه ویل او اوس څه وایي، دا سپکاوی نه دی، زما په اند یوازې یوه سپارښتنه وه."

په افغاستان کې ډېرۍ خو په ځانګړې ډول ټولنيزې رسنۍ او فېسبوک تر ډېره په خپلواک ډول او د حکومت د جدي څار پرته د بيان ازادۍ تر نوم لاندې فعاليت  کوي چې ځيني وخت قومي او نورې ټولنيزې ستونزې هم راپورته کوي.