ولسمشر غني له افغان ښځو سره د سولې پروسې په اړه مشورتي غونډه وکړه

روهي( دوه نۍ/۵ د کب )، ولسمشر محمد اشرف غني د سولې پروسې په اړه د مشورتي غونډو په لړ کې له یو شمېر افغان ښځو سره نن له غرمې مخکې، په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل.

په دغه کتنه کې چې د هیواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، لومړی د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرستې حسینه ساپۍ په کابل او ولایتونو کې د سولې په هکله د افغان ښځو د هڅو د انسجام په اړه مالومات ورکړل.
حسینه ساپۍ وویل، ۲۵۰ ښځو په څلورو کمېټو کې په کابل او ولایتونو کې د سولې په تړاو د ښځو نظرونه او وړاندیزونه راټول کړي او دوی ټینګار کوي چې د سولې په مذاکراتو کې باید د ښځو په حقونو معامله ونشي.

ورپسې مرضیه حافظي، قدسیه نیازۍ، نویده بیات او زهره امیري د بېلابېلوکمېټو په استازیتوب خپل نظرونه او وړاندیزونه له ولسمشر سره شریک کړل. دوی له ولسمشر څخه مننه وکړه چې په تېرو پنځو کلونو کې یې په حکومت کې د ښځو د ګډون زیاته زمینه برابره کړې.

هغوی ټینګار وکړ چې د سولې په خبرو کې دې ښځو ته فعال او عملي رول ورکړل شي. د سولې مذاکراتو کې دې په جمهوریت، د وګړو حقونو او د مېرمنو په حقونو او لاسته راوړنو هیڅ ډول معامله ونشي او د سولې مذاکرات باید د افغانستان حکومت په رهبرۍ او مالکیت ترسره شي.

په دې غونډه کې د جمهوري ریاست عالي مقام لومړي منتخب معاون امرالله صالح د سولې پروسه کې د مېرمنو په ګډون ټینګار وکړ وې ویل، موږ د سولې لپاره جامع برنامه لرو او د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې له بین المللي مقاماتو سره په کتنو کې مو هغوی ته په ټینګار ویلي چې د سولې پروسه کې به د افغان ښځو په حقونو معامله نه کېږي. زموږ د مشورو هدف دا دی چې په یوه غږ مخته ولاړ شو.

ولسمشر غني له ښځو سره په دې مشورتي غونډه کې وویل، نن افغان ښځې خپل غږ لري او د هیواد له مختلفو اقشارو سره تر مشورو وروسته موږ په قوي دریځ د سولې خبرې پرمخ وړو.

د هیواد ولسمشر زیاته کړه، موږ له طالبانو سره د سولې مذاکراتو لپاره واضح چوکاټ لرو او د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کموالي سره زموږ هوکړه عمومي اوربند ته د رسېدو لپاره ده.
ولسمشر وویل، د مذاکره کوونکي ټیم صلاحیتونه محدود دي او وروستۍ فیصله به حکومت او خلک کوي. مذاکراتي ټیم یوازې په مسودې لاسلیک کولی شي او د هیڅ هوکړې د لاسلیک صلاحیت نه دی ورکړل شوی.
ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې پر دې په ټینګار سره چې د سولې په مذاکراتو کې به د ښځو په حقونو معامله نه کېږي وویل، د سولې خبرو پرمخ وړل په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري او د نوي حکومت تمرکز به خلکو ته د مؤثرو خدمتونو وړاندې کول وي