ټرمپ امریکا حاضره ده چې  پر هند د نړۍ پرمختللي او وېروونکي وسلې وپلوري

روهي( دوه نۍ/۵ د کب )، ډونالنډ ټرمپ او ښځه یې نن ورځ په دوه ورځني سفر هند ته راغلل چې د هند د حکومت او ولس له خوا یې تود هر کلی وشو.
 
ټرمپ او مودي په ګډه باندې ۱۵۰۰۰۰ هندي وګړو ته په ګډه وینا وکړه چې ټرمپ په خپله وینا کې وویل امریکا حاضره ده چې  پر هند د نړۍ پرمختللي او وېروونکي وسلې وپلوري.

نن ورځ د یاد هېواد په احمد اباد نړیوال کرکټ لوبغالي کې له لومړي وزیر نریندرا مودي سره یو ځای ۱۵۰ زره هندي وګړو ته وینا کې وویل چې دوي به د ۲.۶ میلیارد ډالرو په ارزښت د څرخکو پلورولو تړون هم لاسلیک کړي. 
 
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، هند په سیمه کې د امریکا تر ټولو باوري ملګری دی او دوی به له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.