غني سره له لېدنې وروسته؛ کرزی او سياف د عبدالله عبدالله لېدو ته ورغلي 

روهي (دوه نۍ/۵ د کب)، پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزي او جهادي رهبر عبدالرب رسول سياف د حکومت اجرائيه رئيس مشر او د تېرو ولسمشريزو ټاکنو نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلي دي. 

دواړه مشرانو (کرزی او سياف) له عبدالله عبدالله سره له لېدنې وړاندې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم لېدنه کړې وه. 

عبدالله عبدالله د دغه خبر د تائيد ترڅنګ پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي دي چې دې لېدنه کې د ولسمشريزو ټاکنو په پايلو او همدا ډول د راپورته شوي بحران د حل په پار خبرې اترې وشوې.