سترجنرال عط محمد نور له ولسمشر محمد اشرف غني سرسه په ارګ کې کتلي 

روهي (دوه نۍ/۵ د کب)، د افغانستان اسلامي جمعيت ګوند اجرائيوي رئيس او بلخ پخواني والي سترجنرال عطا محمد نور نن ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې نن ورځ له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي دي. 

دغه لېدنه کې د سولې پر بهير او همدا ډول پر ولسمشريزو ټاکنو خبرې شوې. عطامحمد نور ويلي چې نور ولس د کړکېچونو او بحرانونو حوصله نه لري او جګړې او تاوتريوالي ستړی شوی دی. 

له عطا محمد نور سره په لېدنه کې افغان ولسمشر هم ويلي دي چې له چا سره سيالي نه کوي او پلان لري چې يو ټول شموله حکومت به رامنځ ته کړي چې د سولې او افغانستان ابادۍ په برخه کې ګډ کار وکړي.