
روهي (دوه نۍ/۵ د کب)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني، نن له غرمې مخکې له استاد عبد رب الرسول سیاف او د هیواد مخکیني جمهوررئیس حامد کرزي سره وکتل.
د ارګ په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې ترسره شوه، د هیواد د روان وضعیت او همداراز د افغانستان د سولې پروسې په اړه هر اړخیز او صمیمي بحث وشو."