ریچارد هالبروک

 د امريکې وتلی دېپلومات او د پاکستان او افغانستان لپاره د باراک اوباما ځانګړی استازی رېچارډ هالبروک پر داسې مهال له نړۍ سترګې پټې کړې ، چې د اوباما له حکومت او ملګرو هېوادونو يې د افغانستان په اړه لاره ورکه ده او د اوباما نوې ستراتيژي هم يوازې په يوه کال کې زړه شوې اوله کاره لوېدلې ده . کله چې اوباما د امريکې د واک پر ګدۍ کښېناست ، افغانستان د ده د بهرني سياست تر ټولو مهم لومړيتوب وبلل شواو له همدې امله يې د افغانستان لپاره پر سفير سربېره د امريکې ډېر بريالی او تجربه کار دېپلومات رېچارډ هالبروک خپل ځانګړی استازی وټاکه. هالبروک ويل، چې ده ځکه د افغانستان ماموريت ته غاړه کېښوده چې د خپل ماموريت پر برياليتوب ډاډه و، خو وروسته ورته معلومه شوه چې د افغانستان مساله تر پخوانيوډېره سخته ده او ښايي د همدې موضوع سختوالي به د ده پر زړه هم ناوړه اغېزه کړې وي.
هغو کسانو چې هالبروک په افغانستان کې له نږدې ليدلی وو، وايي چې نوموړي ډېر وچ او کبرجن چلند درلود او له حامد کرزي سره يې هم اړيکي له کبره ډکې وې. تېر کال کله چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې وځنډېدې او په هماغه مهال دی امريکې ته روان و، نو ده خپلې نږدې افغان - امريکايي کړۍ ته ويلي و : اميدواره يم چې بېرته راستنېږم بيا د کرزي مخ ونه وينم.
هالبروک اوسفيرايکنبېري له هغو کسانوڅخه وو، چې د کرزي د ګوښه کولو او د ډاکتر عبدالله واک ته رسولو لپاره يې ډېرې هڅې وکړې او د ولسمشرۍ ټاکنې هم د دوی په ټينګار دويم پړاو ته لاړې . خو د هغې پايلې امريکا نوره هم وشرموله.
که څه هم رېچارډ هالبروک نور په نړۍ کې نشته او د افغانستان په اړه به يوازې په بله نړۍ کې ځواب وايي، خو راځئ وګوروچې د اوباما دغه استازی څوک و اوڅه ډول شخصيت يې درلود:
ریچارد چارلز البرت هالبروک د ۱۹۴۱ کال د اپریل پر ۲۴ د نیویارک په ښار کې زیږیدلی او یو امریکایي څانګیز (مسلکي) دیپلومات، د ټلویزیوني مجلو پخوانی خپروونکی، لیکوال، د بیلابیلو امریکایي بانکي، سیاسي او ټولنیزو کلپونو او سازمانونو غړی دئ.
د هالبروک مور پر ۱۹۳۳ کال د جرمني د شتوتګارت له ښار نه د امریکا متحدو ایالتونو ته کډواله شوې وه. د سیاسي چارو د شنوونکیو په اند، دا هغه مهال و چې د هټلر او پلویانو له ویرې یې ګڼ شمیر یهودانو له جرمني نه پښې سپکولې، په دې مانا چې ښایي د هالبروک مور به هم یهودۍ وه. هالبروک د تاریخ، نړیوال سیاست او الماني ژبې په څانګه کې د زده کړې له ترسره کولو وروسته پر ۱۹۶۲ کال د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې دنده پیل کړه.
له ۱۹۶۲ تر ۱۹۶۶ پورې په ویتنام کې د متحدو ایالتونو د نړیوالې پرمختیا د اژانس یا یو اس آی ډي سیمه ییز استازی و. هالبروک په ویتنام کې د دندې پر مهال څه موده له جان نیګروپونتي سره په یوه اپارتمان کې اوسیده. جان دیمیتري نیګروپونتي د ۱۹۳۹ کال د جولای پر ۲۱ په لندن کې زیږیدلی او د هالبروک په څیر د امریکا یو څانګیز دیپلومات دئ. نیګریپونتي په ۱۹۷۰ کلونو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر هنری کیسنجر، چې په خټه یهود دئ، مرستندوی یا اسیستانت و او له نوموړي سره یې د ویتنام جګړې د «له منځه وړلو» په اړه په خبرو اترو کې همکاري کوله. نیګریپونتي د تیرې پیړۍ په اتیایم و او نویمو کلونو کې د امریکا د سفیر او دیپلو مات په توګه په مکسیکو کې د څپاتیستو او دغه راز په فلیپین او نیکاراګوا کې د ازادي غوښتونکو پاڅونونو په ځپلو کې له سي آی اې سره اوږه په اوږه همکاري کوله. نیګروپونتي د «ایران کونترا» په رسوایې کې د ګډون او په هاندوراس کې د نیکاراګوا پر خلاف د یاغیانو د روزنې په اډو کې د سي آی اې په عملیاتو کې په لاس لرلو تورن بلل کیږي. په هاندوراس کې د ( ایل اګواکاتې) په نامه د سي آی اې په یوه اډه کې د ۲۰۰۱ کال په اګست کې د ۱۸۵ تنو هډوکي وموندل شول. د ګارډین په نامه بریتانوۍ ورځپاڼې پخپل یوه رپوټ کې ادعا کړې چې د عراق په زندانون
و کې د شکنجو ډولونه کټ مټ هغو لار ښوونو ته ورته دي چې په هاندوراس کې سي آی اې د هغه مهال د شکنجو په اړه په یوه کتاب کې کښلې وې.
خو بیرته به د نیګریپونتی ملګري هالبروک ته راوګرځو.
هالبروک په ۱۹۷۰ کلونو کې په اندونیزیا کې د امریکا د متحدو ایالتونو د سلاکار په توګه دنده ترسره کوله. د دغه مهال په اړه د یو لړ داسې رپوټونو د شتون خبره کیږي چې تر مخې یې نوموړي پر ختیځ تیمور د جاکارتا په ظالمانه تیري کې کارنده ونډه درلوده. پر ختیځ تیمور د اندونیزیا نوموړی برید د امریکا د پوځي ملاتړ په حال کې ترسره شو. دغه برید تر ډیره ځایه د امریکایانو له خوا پر کویټ باندې پوځي یرغل ته د صدام حسین هڅولو ته ورته بریښي. ځینې ګوت نیوونکي هالبروک تورنوي چې د ختیځ تیمور او اندونیزیا په جکړه کې يې د څه ناڅه دوه سوه زره تیموریانو په وژنه کې لاس درلود.
هالبروک دغه راز په سویلي کوریا کې هم په یوه خونړۍ پیښه کې په لاس لرلو تورن دئ. ویل کیږي چې نوموړي د ولسمشر جیمي کارتر پر مهال له سویلي کوریا نه د یو شمیر امریکایي پوځونو د وتلو په بهیر کې د ۱۹۸۰ کال په می کې د امریکايي پوځیانو په لاس د ګوانګجو د ډله ییزې وژنې په پیښه کې مهم رول درلود. په دغه پیښه کې په رسمي توګه دوه سوه، خو په حقیقت کې تر زرو زیات کسان له منځه لاړل. ګڼ شمیر څاروونکي دغه پیښه پر ۱۹۸۹ کال د پیکینګ د تینانمین په ډګر کې د مظاهرې د ځپنې پیښی ته ورته بولي.
هالبروک د ګوانګجو له ډله ییزې وژنې او د ۱۹۸۱ کال په فبرورۍ کې د جنرال چون دو هووان د کودتا له بریالي کیدو وروسته د سویلي کوریا د هیوندای د کمپنۍ د خورا لوړې تنخوا ترلاسه کوونکی سلاکار شو. هالبروک د بالقان د جګړې امریکایي ستوری هم و. نوموړي، په داسی حال کې چې د لوړپوړو امریکایي پوځیانو له خوا بدرګه کیده، د بوسنیا د جګړې ټول اړخونه له دې ګواښ نه په ګټې اخیستنې د میز تر شا خبرو اترو ته سره کینول چې: «دغه سرتیري د امریکا د هوایي ځواک قومانده په غاړه لري او که موږ دلته یوه جوړجاړي ته و نه رسیږو، نو د دوي پوځونه چمتو دي چې پر تاسو بمونه ووروي».
هالبروک پر ۱۹۹۵ کال د درییم ځل له پاره واده وکړ. اوسنۍ میرمن یې امریکایي ژورنالیسته او لیکواله کاتي مارتون نومیږي چې د ۱۹۴۹ کال د فبرورۍ پر درییمه په هنګري کي زیږیدلې ده. د هغې مور او پلار ایلونا او ایندرې مارتون هم خبریالان دي چې د نړیوالې دویمې جګړې پر مهال د یهودانو له ډله ییزې وژنې (هولوکاوست) نه ژوندي پاتې شوي دي.
د یادونې وړ ده چې هالبروک یوازینی کس دئ چې د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې یې د نړۍ د دوو جلا جلا سیمو، یانې اسیا او اروپا د څانګو مشري په غاړه درلوده. نوموړی په لندن کې د ستراتیژیکو څیړنو د نړیوال انستیتوت غړیتوب هم لري. هالبروک پر ۲۰۰۸ کال په امریکا کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د منډوترړو پر مهال د دیموکرات ګوند له نوماندې هیلري کلینتون نه، چې اوس د بهرنیو چارو وزیره ده، ملاتړ کاوه. د امریکا نوي ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۰۹ کال د جنورۍ پر ۲۲ ریچارد هالبروک د پاکستان او افغانستان له پاره د خپل ځانګړي استازي په توګه وګماره. په ملګروملتونو کې د وسلو پخوانی پلټونکی سکات ریتر د اوباما دغه ټاکنه ناسمه بولي او وایي: «هالبروک د دیپلوماسۍ د نزاکتونو پر ځای د پوځي حل د غوره کولو تاریخ لري».