پکتیکا کې ۱۸ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

روهي( دوه نۍ/۵ د کب )، کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د تېرې اوونۍ په لړ کې د پکتیکا ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د مرکز ښرنې په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو په اړوند سیمو کې ۱۸ تنه د نشه يي توکو د قاچاق، غلاوو او غیرقانوني کان کیندنو په تړاو نیولي دي.

له دې ډلې پولیسو ۷ کسه د ۶۱۹ کیلو ګرمه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو له یو میل تفنګچې او مهماتو سره، ۲ تنه د یوه کرولا ډوله موټر د تښتونې په تړاو، ۴ تنه موټرچلوونکي چې غوښتل یې له محصول پرته موټر نورو ولایتونو ته ولېږدوي، ۲ تنه کمېشنکاران او همدا ډول ۳ تنه چې په غیرقانوني ډول یې کان کیندنه کوله له یو عراده موټر سره یو ځای نیولي دي.

یاد کسان اوسمهال تر لا زیاتو پوښتنو او ګروېږنو لاندې دي.