والي د دوستم په کور کې معرفي شو؛ د جوزجان ولايت مقام د امنيتي ځواکونو ترکنټرول لاندې دی او بغاوتونو ته اجازه نه ورکوي 

روهي (دوه نۍ/۵ د کب)، تېره ورځ د عبدالله عبدالله ټاکنيزې ډلې ملاتړي قومندان او د ولسمشر پخواني لومړي مرستيال جنرال دوستم ملاتړو جوزجان ولايت ته خپل والي معرفي  کړ. 

دوی عبدالحی حیات د جورجان د نوي والي په توګه ټاکلی دی. د جنرال دوستم کسان مني چې والي يې  د نوموړي په کور کې معرفي کړ. افغان امنيتي ځواکونو له تېرو څو ورځو د جوزجان ولايت مقام تر کنټرول لاندې نېولی او تېره ورځ د جنرال دوستم ملېشه ځواکونو ته اجازه ورنه کړه چې  ولايت ته دننه شي. 

د ډاکټر عبدالله عبدالله او جنرال دوستم د بغاوتونو په ترڅ کې، تر اوسه سرپل، جوزجان او سمنګان ولايتونو ته واليان معرفي شوي او همدا ډول د پنجشير والي له ولسمشر غني بغاوت اعلان اود عبدالله عبدالله لمن يې ونېوله.