همدا پنځه نۍ (پنجشنبه) ولسمشر لوړه کوي 

روهي (دوه نۍ/۵ د کب)، ټاکل شوې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په همدا اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د بيا ځلې ولسمشر په توګه لوړه وکړي. ولسمشر د يو فرمان پر اساس د لوړې مراسمو لپاره ځانګړی کمېسيون ټاکلی دی. 

د کمېسيون چارې د بغلان ولايتي شورا رئيس غلام‌بهاءالدین جیلاني او سيمه ييزو ارګانونو ادارې مشر متین بیک ته سپارل شوې  دي. ياد کمېسيون به د همدې روانې اوونۍ دننه د لوړې مراسمو لباره تياري بشپړ کړي. 

د بهرنيو چارو وزارت چارسمبال وزير او  سياسي مرستيال هارون چخانسوري،  د ولسمشر سلاکاران وحید عمر او شاه حسین مرتضوي، د وسله وال پوځ لوی درستيز بسم‌الله وزیري، د ملي امنيت شورا سياسي او ولسي مرستيال وحیدالله قتالي او د چارو ادارې سرپرست  الهام عمر هوتکی د دغه کمېسيون غړي تاکل شوي  دي. 

ولسمشر په داسې وخت کې د لوړې مراسم تر سره کوي، چې ډاکټر عبدالله عبدالله موازي حکومت اعلان کړی او ويلي  دي چې د واليانو او سرپرست وزيرانو له ټاکل کېدو وروسته به دی هم د ولسمشر په توګه لوړه وکړي.