ډونالنډ ټرمپ او ښځه یې په دوه ورځني سفر هند ته لاړل

روهی( دوه نۍ/۵ د کب )، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او مېرمن یې میلانیا ټرمپ په دوه ورځني سفر هند ته لاړل. 
 
هندوستان ټایمز ورځپاڼې ویلي، چې په افغانستان کې له تروریزم سره مبارزه به د ټرمپ او نریندرا مودي یو له مهمو موضوعاتو څخه وي.

همدا ډول د ټرمپ لور اېوانکا ټرمپ هم په هند کې ده.
 
احتمال شته چې دواړه خواوې به د پوځي تجهیزاتو او توغندیو دفاعي سیستمونو کې د یو ملیارد ډالرو سوداګریز تړون لاسلیک کړي.